
اراده خپله كړه، په زړه كې
خپل ارمان ونيسه
لاس دې مات مه شه، د توپك
پر ځاى ګلان ونيسه
ستا د وطن د ښايستونو كيسې
ټوله وايي
غېږه دې خلاصه كړه خپل ورور
لكه ايمان ونيسه
دلته خو ټوله د اكبر پاچا
لټان اوسيږي
يو بل ته وايي چې ته مخه د
توپان ونيسه !!!
د كليوالې په لېدولو مې
زړګي ته ويل
راشه په غېږه كې له ستورو
ډك اسمان ونيسه
ستا ارادت خو ورته سم دى نو
سعيده اشنا
ټينګ تر لمنې دې د پير
غوندي جانان ونيسه

اراده خپله كړه، په زړه كې
خپل ارمان ونيسه
لاس دې مات مه شه، د توپك
پر ځاى ګلان ونيسه
ستا د وطن د ښايستونو كيسې
ټوله وايي
غېږه دې خلاصه كړه خپل ورور
لكه ايمان ونيسه
دلته خو ټوله د اكبر پاچا
لټان اوسيږي
يو بل ته وايي چې ته مخه د
توپان ونيسه !!!
د كليوالې په لېدولو مې
زړګي ته ويل
راشه په غېږه كې له ستورو
ډك اسمان ونيسه
ستا ارادت خو ورته سم دى نو
سعيده اشنا
ټينګ تر لمنې دې د پير
غوندي جانان ونيسه