صفحه نخست > دیدگاه > اقتصادي نيوليبراليزم : ښكيلاك او بيوزلي

اقتصادي نيوليبراليزم : ښكيلاك او بيوزلي

افغانستان او د فريډمن شوك ـ روغتيايي تيوري/ افغانستان او د فريډمن د انفرادي آزادي تيوري
لمبه
يكشنبه 22 جون 2008

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

نيوليبراليستي اقتصاد زموږ په هيواد كې د كمپرادور پانګوالو او د فيوډالانو د اتحاد په مټ، په بيرحمانه توګه د خلكو پر زبيښاك او ښكيلاك لاس پورې كړى، چې زموږ د هيواد او ولس د ګونډو كولو په مانا ده. ښايي ډير ژر زموږ ولس له شوك څخه راووځي او خپل حساب دې ډول اقتصاد سره سپين كړي.

د ميلټون فريډمن په وينا، د طبيعي، ټولنيزو او سياسي پيښو او كړكيچونو وروسته بايد آزاد بازار او نيوليبراليستي اقتصاد په هيوادونو كې پلي شي. هغه په دې باور دى كه چيرې دا پيښې په طبيعي توګه تر سره نشي، ښايي د زيږيدو لپاره يې هڅه وشي.
دا تيوري چې د فريډمن د شوك روغتيايي تيوري په نامه ياديږي، تر اوسه د آى ايم ايف، د پيسو نړيوال صندوق او د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان لخوا په برياليتوب سره په چلي، عراق او افغانستان كې پلي شوى ده. همدا ډول فريډمن باورمن دى چې د خصوصي مالكيت څرنګوالى د انسان د فردي آزادۍ څرنګوالى ښكاره كوي او هر څه چې د افرادو د انفرادي آزادۍ مخه ډب كړي، بايد تري تم شي.

افغانستان او د فريډمن شوك ـ روغتيايي تيوري

ديرش كاله كيږي چې لا زموږ خلك د جګړو، نښتو او د بدمرغيو له شوك څخه نه دى بهر شوي. دا شوك چې د امپرياليستي هيوادونو لخوا رامنځته شوى، يوه كرغيړنه ستراتيژي تعقيبوي. دا كرغيړنه ستراتيژي: زبيښاك، ښكيلاك، بيوزلي، بدلمني، طبقاتي توپيرونه او په لسګونه نور ناورينونه رانغاړي چې موخه يې په پايله كې زموږ د هيواد برمته كول او پيرودل دي. دا ستراتيژي د ميلټون فريډمن د تيوري په اډانه كې د پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانك، د نړيوالو مالي همكاريو صندوق، د پانګې اچونې د تضمين نړيواله اداره، د امريكا د متحدو ايالتونو د خصوصي سكتور د پياوړتيا بهرنۍ اداره، د امريكا د متحدو ايالتونو د نړيوالو مرستو اداره، بيرنګ پايينټ، جي ټي زيډ، سايپ او د لسګونو نور ښكيلاكي ادارو او كمپنيو لخوا پلي كيږي.
د افغانستان د اساسي قانون سره سم هيوادپلورونكو د فريډمن د تيوري پلي كيدو ته لاره پرانيسته او د بازار اقتصاد يې زموږ د خلكو د لوټلو په موخه تصويب كړ او په ډاګه يې اعلان وكړ چې د افغانستان ورونه د لوټلو لپاره پرانيستل شول!
د فريډمن د تيوري له مخې زموږ شوك ليدلي خلك لا د شوك په ټال كې زنګيدل چې آزاد بازار په تصويب ورسيد او د خصوصي سكټور ښادي پيل شوه. ډير ژر رامينان، بياتان، داويان، كامګاران، صافيان، محسنيان، هوتكيان، فرنوديان، كرزيان، فهميان، زرابان، ګلزاران او.... د پرديو په پانګو د سيالۍ ډګر ته دننه شول او د خلكو د مړۍ په لوټلو يې پيل وكړ. د دې سيالۍ سره پانګوال لا شتمن او بيوزله لا بيوزله شول، تر دې چې خلكو د بيوزلۍ او خوارۍ له امله د خپلو ماشومان په پلورلو پيل وكړ او ځوانانو د نيستۍ له كبله خپل ژوند ته د پاى ټكى كيښود.
دا د فريډمن د شوك ـ روغتيايي تيوري پايله ده چې نړيوالو ښكيلاكي ټولنو د خپلو افغاني دلالانو په مرسته پلي كړه، دې تيوري په تيرو ۶ كلونو كې له بدمرغۍ پرته خلكو ته نور څه نه دې ورپه برخه كړي.

افغانستان او د فريډمن د انفرادي آزادي تيوري

په دې وروستيو كې خبر خپور شو چې د هندوستان د ستر پانګوال موكشي آمباني د كورنۍ قيمتي څلې چې نژدې ۱ ميليارد ډالر لګښت ورباندې راغلى او ۱۷۰ متر ارتفاع لري، د سږني زيږديز كال د سپتمبر مياشت كې به په ممبې (دا څلى په هغه ښار كې جوړيږي چې د ۱۸ مليونو وګړو څخه يې ۶۵ % په مطلقه نيستۍ كې ژوند كوي)
كې بشپړ شي. ټاكل شوى ده ۶۰۰ خدمې په دې څلي كې د آمبانې كورنۍ ته نوكري وكړي. آمبانې خپلې ميرمنې ته د كليزې په تحفه كې يو ايربس الوتكه چې بيه يې ۶۰ مليونه ډالره ده، ډالۍ كړه او ميرمنې يې رسنو ته په ډاګه وويل چې موږ هر يو د بشريت په اړه مسووليت لرو!!
دا د فريډمن د خصوصي مالكيت او انفرادي آزادى واقعي بيلګه ګڼل كيږي. د همدې تيوري له مخې هر هغه څوك چې د پانګې او د توليدي وسايلو مالك دى، د آزادۍ او خپلواكۍ څخه برخمن دى او نور كسان بايد لكه غلامان او مرييان د پانګوالو په چوپړ كې ووسي.
د افغانستان اوسنى اقتصادي مكانيزم ښكاره كوي چې د فريډمن دا تيوري هم د بازار اقتصاد د ايديولوګانو لخوا په بشپړه توګه عملي شوى ده. دا وخت په زرګونه كسان د عزيز هوتك، شيرخان فرنود، محمود كرزى، عبيدالله رامين، بيات، كامګار، محسني، داوي، زراب، ګلزار، صافي او د نورو پانګوالو د نوكرانو په توګه استخدام شوي چې نه فردي آزادي لري او نه هم جمعي.
كله چې توليدي وسايل د څو تنو پانګوالو په لاس كې ولويږي، ښكاره ده چې د ټولنې ډيرى كسان د پرولتر او كارګر په توګه نه يوازې دا چې هيڅ ډول حقوق نلري، بلكې د ادنى انسان په توګه د استثمارول وړ ګڼل كيږي او يوازې پانګوال دي چې د مالي اليګارشي په جوړولو سره هم اقتصادي، هم ټولنيزه او هم سياسي آزادي لاسته راوړي.
كه د يوې خوا د اقتصاد بازار مجريان د نړيوالو ټولنو په مرسته زموږ خلك ځپي، له بلې خوا ستم كوونكي فيوډالان او جنګسالاران لكه سياف، محقق، رباني، خليلي، محسني، ملاعمر، پيرم قل، داوود، عطا، قانوني، احمدزى، ګلبدين، دوستم او نور د ناټو او امريكا په مرسته په بيشرمانه ډول زموږ پر ولس جنايت كوي.

نيوليبراليستي اقتصاد زموږ په هيواد كې د كمپرادور پانګوالو او د فيوډالانو د اتحاد په مټ، په بيرحمانه توګه د خلكو پر زبيښاك او ښكيلاك لاس پورې كړى، چې زموږ د هيواد او ولس د ګونډو كولو په مانا ده. ښايي ډير ژر زموږ ولس له شوك څخه راووځي او خپل حساب دې ډول اقتصاد سره سپين كړي.

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس