Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

در همین بخش

صفحه نخست > دیدگاه > د کابل اونیزه د تل لپاره وتړل سوه

د کابل اونیزه د تل لپاره وتړل سوه

میرویس جلالزی
چهار شنبه 9 مارچ 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

له کابل څخه په رنګه پښتۍ او ښکلي ډیزاین خپریدونکي د کابل اونیزه ( هفته نامه کابل) وتړل سوه.

دغه اونیزه چی ویل کیږي د نظار شورا د فقید مشر احمد شاه مسعود له لوري یی بنسټ ایښودل سوی وو د طالبانو د واکمنۍ را وروسته په پراخه کچه خپریدله .

د دغی اونیزي مشري د فهیم دشتي په نامه یوه افغان کوله چی د لیکوالۍ په برخه کی څو کلنه سابقه لري.

دشتي وايي چی ده د مالي ستونزو له کبله دغه ورځپانه تړلي ده .

نوموړي وایي چی کله یی په ولسمشر کرزي باندی د رڼو انتقادونو خوله پرانیسته نو نوموړي ورته داسي دسیسه جوړه کړه چی د دغي اونیزي مالي انجین له کاره وغورځوي.

په دغه اونیزه کی به د ځينیو هوایي شرکتونو او کوکاکولا د کمپنۍ تر څنګ د یو شیمر خصوصي بانکونو اعلانونه خپریدل خو داسي ښکاري چی د دشتي پر وینا د دغو اعلاناتو د نه ورکولو علت هم د ولسمشر کرزي د ټیم مداخله اوپه لوی لاس د ورځپاڼي تړل وو.

دغه اونیزه په متواتر ډول خپریده خو وروستۍ ګنه یی تیره چهارشنبه خپره سوه .

دشتي وویل چی د خپلي خپروني د آزادی ساتول لپاره مو کوشش وکړ چی د عادي عایداتو په لاسه راوړلو باندي اکتفا وکړه لکه څرنګه چی په نوره نړۍ کی خپل لګښت لاس ته راوړي چی په هغو کی د اعلانونو خپرول، د اشتراک حق تادیه کول شامل دي خو په افغانستان کی هر څه سیاسي بڼه لري.

دشتي وايی چی شته داسي رسنۍ د چی د ایران په ګډون د یو هیواد ملاتړ له ځان سره لري خو دی چی خپلواک وو نو رسنۍ یې د بیلا بیلو پلانونه له مخی له سقوط سره مخ سوه.

واژه های کلیدی
آنلاين بنگريد :

کابل پرس

جستجو در کابل پرس