صفحه نخست > دیدگاه > انګريز مونږبې نومه نه بلکه نامداره کړو

انګريز مونږبې نومه نه بلکه نامداره کړو

جمعه خان صوفي
يكشنبه 6 نوامبر 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

زمونږ سياسي او مذهبي مشران يو شان استدﻻل کوي. دواړه د ټولو بد بختيو پړه په بل اچوي. ملا يان وايي چې که د يهود او نصارىَ يا يهود و هنود سازشونه نه وې نو د مسلمانانو دنيا به ګل و ګلزار وه. بلخوا پښتانه مشران، شاعران او قوم پرستان ادعا کوي چې پښتانه خو د دنيا منلي خلک دي خو د اورنګ او فرنګ دﻻسه برباد دي. دوخت په تيريدو سره د اورنګ او فرنګ تعبير د هغوى د وختي ګټو او سياستونو سره بدليږي. د ملا دنيا خو په ځاى وﻻړه ده نو ځکه د هغه استدﻻل هم د ګردان په توګه يو بل ته انتقال مومي.
زمونږ ذهن داسې جوړ شويدى چې ګني دغه ټوله لوبه پيرنګي خرابه کړېده، خو حقيقت بيخي برعکس دى. پيرنګي استعمار چې کومې ښيګړې کړيدي، د هغو مثال زمونږ د مسلمانانو او حتې درانيو حاکميت په دوران کې نه ليدل کيږي. خو دغه بحث به د بل وخت دپاره پريږدو. اوس به راشو دې الزام ته چې پيرنګي زمونږ نه نوم اغستى دى. تاريخي حقيقت بل شان دى. هغه مونږ ته نوم راکړى دى.تر دې چې د افغانستان نوم هم انګريز عام کړى دى.
زه په دې رڼا اچول نه غواړم چې څنګه پيرنګي سر بيره پر دې چې ادارې او انفراسټرکچر يې راته جوړ کړل، پښتانه يې دنيا ته او پخپله پښتنو ته وروپيژندل، د پښتنو تاريخونه يې وليکل، ادبيا ت يې ورله مطالعه کړل،شاعران يې ورله وروپيژندل،دهغوى وروک ديوانونه او نسخې يې پيدا او خوندې کړې او ان چې د پښتو اولنى ګرامريې هم راته وليکلو. زه فقط دلته ددې ادعا ريښتينې کول ضروري ګڼم چې ګني هغوى مونږه بې نومه کړو. دغه ادعا د تاريخ سره نابلده قوم پرست مشران کوي چې خپل خر په خټه وخيژئ. حالانکه تاريخي حقيقت بل ډول دى.
دافغانستان نوم د عام کولو او دنيا ته وروپيژندلو ذمه وار انګريز دى. احمد شاه بابا په خراسان باچا شوى و. هغه وخت افغانستان چا نه پيژندلو او نه يې څه ذکر شته. د افغانستان نوم ډير وروستو په نو لسمه پيړۍ کې په کار راوستل شو. د احمد شاه با با ته پر ځاى د هغه هيواد بنسټ ايښودونکى ويل کيږي چى بيا وروستو د افغانستان په نوم ونومول شو. دا داسې ده چې لکه مونږ پروني صوبه سرحد ته خيبر پښتونخوا وليکو. اګر که د احمد شاه با با په وخت خراسان دړې وړې شوى و او هغه پخوانى خراسان چې د عربو جغرافيه دانانو مطابق د کاسپېئن سمندرنه تر هند تر پولو پورې په سيمه خپور و، پاتې نه و.
زه مجبور يم چې دلته د افغاني منابعو نه نقل قول وکړم. مير محمد صديق فرهنګ افغانستان در پنج قرن آخر يعنې افغانستان په وروستيو پنځو پيړيو کې د لومړي ټوک نه اقتباس وکړم: ((در همان سده هجدهم عبدالله خان ديوان بيگي از ارکان دولت احمد شاه دراني در قلعه اي که به مناسبت بناى شهر قندهار سروده، گويد)) (ترجمه: په هغه اتلسمه پيړۍ کې د احمد شاه دراني د دولت د ارکانو څخه ديوان بيګي1 عبدالله خان په هغه قطعه کې چې د قندهار ښار د بنياد ايښودلو په مناسبت يې زمزمه کړى ويلي دي:
جمال ملک خراسان شد اين تازه بنا
ز حادثات زمانش خدا نگه دارد
يعنې د خراسان ملک ښايسته مخ تازه بنياد کيښودل شو؛ د زمانې د حادثاتو نه دې يې پاک الله په امان وساتي. دا د خراسان دملک يوه بيلګه ده. بيا په نولسمه پيړۍ کې نور محمد قندهاري د امير شير علي خان په وخت د هغه د پلار امير دوست محمد خان په باره کې د ګلشن امارت تر نامه ﻻندې داسې ليکي: ((در آ ن زمان که خاقان معرفت نشان امير بى نظير علئين مکان امير دوست محمد خان در وﻻيت خراسان در دارالسلطنه کابل ارم تقابل بر اورنگ امارت و جهانبانى نشسته بود)) يعنې په هغه وخت چې لوى خان د علم نخښه بې مثاله د لوړ مکان خاوند امير دوست محمد خان د خراسان په وﻻيت کې د کا بل په دارالسلطنت جنډه پورته د امارت او جهان پالنې په تخت ناست و. دا يې دويمه بيلګه ده.
فرهنګ صاحب مخکې ليکي: (( کلمه افغانستان به عنوان نام سکونت قبايل بار اول در تاريخنامه هرات تاليف سيف هروى که در اوايل چهاردهم ميلا دى تاليف شده است آمده است؛ آنجا که مى نويسد. در رفتن ملک شمس الدين ثراه به افغانستان)). د افغانستان کلمه د قبايلو د هستوګنځي په حيث د اول ځل دپاره د سيف هروي ليکل شوې د هرات په تاريخنامه کې چې د څوارلسمې پيړۍ په اوايلو کې تاليف شوى دى داسې ليکي: د ملک شمس ا لدين د مرحمت طالب تګ افغانستان ته.
ځينې وايي چې ددراني دولت دپاره د افغانستان نوم انګريزانو د اول ځل دپاره په ١٨٠١ کې د انګليس او قاجاري فارس تر منځ معاهده کې او بيا نورو معاهداتو کې استعمال کړ. مګر ما دغه معاهدات ولټول او د١٨٠١ معاهدې په دويم،دريم او څلورم آرټيکلونو (مادو) کې دافغانانو باچا راغلى دى او افغانستان ذکر نشته. ددې نه علاوه د برتانوي هند او فارس ترمنځ ١٨٠٩، ١٨١٢،١٨١٤، ١٨٢٣، ١٨٢٨، ١٨٣٦، او ١٨٣٩ معاهدو کې هم د افغانستان نوم نشته او نوم افغان په کار راوستل شويدى. داوسني افغانستان او برتانوي هند تر منځ هم دغه وخت تړونونه ﻻسليک شوي دي ، ١٨٠٩ تړون کې يې ذکر نشته، فقط د ١٨٣٩ تړون له مخې په څلورمه ماده کې د افغانستان نوم راغلى دى. دغه معاهدات وګورۍ په( C.U.Aitchison, A Collection of Treaties, Engagements and Sanads, Calcutta Government of India, 1933, Vol.XIII, pp.233-305, 53-66) اګر که ځينې عالمان د احمد شاه بابا په ديوان ګوته نيسي مګر دلته هم بابا هيڅوخت د افغانستان کلمه نه ده کارولې او ورته يې پښتو نخوا ويلي دي (د ډيلي تخت هيرومه چې راياد کړم د ښکلې پښتونخوا د غره سرونه)
دا نه ده معلومه چې بابابه خپل هيواد په کوم بل نوم باندې ياد کړى وي. په بابا باندې تر ټولو زيات تحقيقي کتاب ګنډاسنګ ليکلى دى چې په هغه کې يو ځاى د بابا محسن او مشاور صابر شاه د ﻻهور حاکم ته ويلي و چې ((هغه (بابا) د خراسان باچا دى او ته د هندوستان د باچا صوبه دار يې)) ليکن نوموړي هيڅوخت دا نه دي ليکلي چې ګني بابا چرې خپل ملک ته خراسان ويلي دي، ګنډاسنګ صرف د ميرويس نيکه په اړه هغه د کندهار باچا په نوم يادوي. هغه صرف خراسان د ددراني سلطنت يو په وﻻياتو کې يو وﻻيت په حيث يادوي. خو افغانستان نه يادوي.
زه دلته يوه بله واقعه بيانول غواړم. ١٩٨٢ کال و او باچا خان هم کابل کې و. د باباژوند ليک باره کې کتاب زما ژوند او جدوجهد بشپړ شوى و. غا لباً با با صديق الله ريښتين صاحب لمسولى و. با با شله و چې افغان او افغانستان نوم ايرانيانو ورکړى نومونه دى او زه د کتاب په ديباچه کې دغه موضوع ته اشاره کول غواړم نو ځکه صحيح نوم بايد پښتون، پښتونستان يا پښتونخوا وي. مونږ څو ورځې ولګولې چې بابا ددغسې تاواني کار نه منع کړو. اوس خو ځينې غير پښتنو باندې افغانستان نوم هم بد لګي او وايي چى مونږ افغانان نه بلکه افغانستانيان يوو او افغانستان بايد بيرته خراسان شي.
وايي چې انګريزانو د افغانستان نوم د مغلي دور د ليکنو نه اغستى دى او مغلو شايد د پخواني ايراني متنونو نه اقتباس کړى وي. د اول ځل دپاره د بابر نامې مولف ظهير ا لدين بابر افغانستان استعمال کړيدى چى بيا يې ذکر په د ابوالفضل له خوا ليکل شوى آئين اکبري کې هم شوى دى.((دکابل شمال ته د قندوز او اندراب صوبې دي چې د هندوکش غرونو سره جدا کړي دي.جنوب ته بېرمل، نغار، بنو او افغانستان دي)) (وګورئ انګريزي کې بابرنامه، وهيلر ايم تهاکسن له خوا ترجمه، ايډيټ او لمن ليک شوې، آکسفورډ يو نيورسټي پريس، ١٦٩ مخ، ١٢٨ شميره) نوموړى د کابل صوبې په هکله معلومات ورکوي او هلته د ميشته قومونو ذکر کوي. د کابل صوبه هغه وخت ډيره پراخه وه. وايي چې ((په ځينې نورو کليو کې او ټولو اطرافو کې پشيان، پراچګان،تاجکان، برکيان او افغانان دي. د غزني په غرونو کې هزاره او نېګوداريان دي چې ځينې يې منګوليايي باندې خبرې کوي. شمالمشرق ته په غرونو کې کافرستان دى لکه کاتور او ګباريک. مشرق ته يې افغانستان دى.)) (وګورئ همدغه کتاب١٧٢مخ، ١٣١٦ شميره) بابر د غزني باره کې زياتوي،((په هغه کال چې ما کابل او غزني واغستل (١٥٠٥م) چې کله ما کوهاټ،بنو، دشت او افغانستان راﻻندې کړل نو زه د دوکي او آب ايستاده په ﻻر غزني ته ستون شوم.))(وګورئ ١٨٠مخ، ١٣٨b شميره) بل ځاى ليکي چې ((خواجه اسماعيل، دشت، دوکي او افغانستان يو شان دي)) (١٨٢ مخ، ١٤١ شميره) بل ځاى وايي ((په ٩١٠ کال (١٥٠٤-١٥٠٥) چې زه اول ځل دپاره کابل ته راغلم نو زه د خيبر په ﻻر پيښور ته د هندوستان ته د تګ په نيت ﻻړم خو د باقي چغنيان د چلولونو له کبله مونږ بنګش ته مخکې کوز شوو يعنې کوهاټ خواته؛ زيات افغانستان مو ديرغل ﻻندې راوست، بنواو دشت مو ولوټل او د دوکي له ﻻرې واپس شوو.)) ( ٢٢٧مخ، ٢٢٥ شميره)
داوو د بابريات. يوه بله عالمه ميرمن اى ايس بيوريج وايي ((داسې ښکاري چې بابر د افغانستان نوم هغه سيمو ته محدودوي چرته چې افغاني قبايل اوسيږي؛ هغوى زياتره د کابل او پيښور سړک نه جنوب خواته دي)) A.K. Thakur, India and the Afghans (1370-1576) 1992, Nice Printers, Delhi, p.22
دبابر نه پس فرشته(١٥٦٠-١٦٢٠) هم پخپل تاريخ کې د افغانستان کلمه استعمال کړيده. د يو بل حقيقت نه بايد سترګې پټې نه کړو؛ هغه دا چې افغان نوم هم مونږ ته شايدايرانيانو راکړى وى لکه چى هندو يې د هند اوسيدونکو او د هغوى مذهب ته ويلي دي. نومونه اکثر نور څوک ږدي. لکه ماشوم ته نوم مور او پلار ږدي، دغه شان د ملتونو نومونه هم نور اوګاونډي ملتونه ږدي. چونکه پښتانه زيات وروستو پاتې وو نو ځکه دوئ ته هم نومونه ګاونډيانو ايښودي دي.
لومړى انګريز چې افغانانو سره مخامخ په تماس کې راغى، هغه ماؤنټسټوراټ اېلفنسټون و چې ١٨٠٩ کې پيښور کې د شاه شجاع باچا دربار ته راغى او يو کلاسيک کتاب يې د(An Account of the Kingdom of Caubul ) يعنې د کابل سلطنت بيان په نوم وليکلو. هغه څو ځايه د خراسان ذکر کوي لکه چې هم ددغه کتاب د دويم ټوک په ٣٢ مخ باندې وايي چې يوسفزي کله کله سندرې وايي او هيڅکله هغه لوبې نه کوي چې د خراسان نور ساده اوسيدونکي ترې خوند اخلي. داېلفنسټون کتاب چې ١٨١٥ کې نشر شو پکې يو ځاى وايي چې(( افغانان د خپل هيواد دپاره څه خاص عمومي نوم نه لري خو افغانستان چې شايد لومړيه په فارس کې استعمال شو په کتابونو کې کارول کيږي، مګر دغه نوم ددغه ملک اوسيدونکو ته ناشنا دى نو زه به آئنده کې دغه هيوادته افغانستان وايم، چې اوس يې ما حدود بيان کړل)) وګورۍدکابل سلطنت بيان ١٥٢ مخ. د احمد شاه بابا دوخت د مسکوکاتو او سکه جاتو نه هم پته نه لګي چې ددراني سلطنت په څه نوم ياديدلو، صرف د تيمور شاه د وخت په يوه سکه باندې دارالسلطنت کابل استعمال شويدى.
تر نولسمې پيړۍ نيمايي پورې دراني باچاهي د کابل باچاهي تر نامه ﻻندې ياديدله او دغه شان ټولې ليکنې د کابل باچاهي په نوم دي. تر اوسه زمونږ عام خلک افغانانو ته کابليان وايي. چې انګريز په ١٨٤٩ کې افغانانو يعنې پښتنو سره راساً په تماس کې شو نو افغان او افغانستان عام شول. بيا چې د زمکو بندوبست يې وکړ نو په هغه کې يې ټول د زمکې خاوندان د افغان په نوم ونومول چې تر اوسه په ريوينيو ريکارډ (مالياتوآرشيف) کې په دغه نوم ياديږو. دا ځکه چې هغوى زمونږ سيمه د برتانوي افغانستان په نوم پيژندله.
په ړومبي ځل ١٨٥١ کې جان ډبليو کى (John W. Kaye) پخپل دتاريخ کتابHistory of the War in Afghanistanکې افغانستان نوم دکابل يا دراني هيواد دپاره استعمال کړ او بيا په دغه تاريخ باندې الماني عالم فريډرېک اېنګلز يوه عالمانه جائزه (مرور) کې د افغانستان کلمه په کار راوسته. ددې نه پس افغانستان نوم رواج وموند. چونکه د ١٩١٩ اګست را والپنډۍمعاهدې نه پس افغانستان يو خپلواک هيواد شو نو جهان هم په رسميت ومنلو.
زمونږ دا سيمه(خيبرپښتونخوا) انګريز د سيکهانو نه په زور ونيوله نو هغوى اول پنجاب سره يو ځاى کړه او بيا يې ورته برتانوي افغانستان نوم ورکړ. که سړى د زمکو دبندوبست اسناد او په تيره بيا دهغه وخت د پيښور ضلعې ګزيټئرونه ولولي (وګورئGazetteer of the Peshawar District 1897-98, reprinted by Sang-e-Meel publications, Lahore, 1989, p.120 ) نو هغوى موجوده خيبر پښتونخوا او فاټا ته برتانوي افغانستان ويلي دي او مونږ ته يې افغان ويل. د پيښورضلعې هغه وخت ټوله د پيښور ناوه په دربر کې نيوله. بلکه تر ډير ناوخته يعنې تر ١٩٣٥ پورې چې دا صوبه په بشپړه توګه نور هند سره يو شان د يو مستقلې ګورنري صوبې په توګه وتړلې شوه، هغوى په خپلو پارليماني اسنادو کې چې کال په کال به د هندوستان د اخلاقي او مادي ترقۍ د ښوولو بيان په نوم دهېز ميجسټي سټيشنري آفس له خوا په چاپ رسيدل، صوبه سرحد (خيبر پښتونخوا) به پکې د افغانستان غوندې په خارجي سيکشن کې راتلله. دا خو پخپله زمونږ د سياسيانو او هند آزادي غوښتونکو په غوښتنه نور هند سره د بيلې صوبې په څير نتي شوه او د نور هند غوندې د اصلاحاتو ﻻندې راوستلى شوه او دغه شان په بيل نوم يعنې شمالمغربي سرحدي صوبې په نوم ١٩٠١کې ونومول شوه او وروستو ١٩٣٥ کې د ګورنر ﻻندې مستقله صوبه کړل شوه. هغه وخت هيچا په ذهن کې ددې صوبې دپاره بل نوم نه ؤ. که چرې خلکو مطالبه کړې وې يا دلته خدايي خدمتګار-کانګرس غوښتلې وې نو ددې صوبې نوم په آسانه بدليدلى شو.
د٢١ جون ١٩٤٧ کې په بنو قرارداد(پريکړه ليک) کې حتې د پښتونستان ذکر نشته بلکه د يو آزاد پښتون رياست ذکر راغلى دى. دا خو د هند اخبارونو دغه قرارداد نه پټهانستان قراردادجوړ کړ او افغانانو ددغه هندي ټکي نه پښتونستان سازکړ او بيا زمونږ مشرانو دغه نعره خپله کړه. اګر که بيا وروستو ولي خان ترينه سروپ منکر شو ليکن حقيقت دادى چې ما هم په وړوکوالي کې د نيشنل عوامي پارټۍ په جلسو او جلوسونو کې د پښتونستان زنده باد چغې وهلي دي. هغه وخت به جلسو کې يو نعره وه: نعره تکبير! (الله اکبر) او پښتونستان! (زنده باد)
لهْذا افغان، پښتون او افغانستان د ورپيژندلو او رواجولو اصلي عاملين انګريزان دي. بلکه دا مونږ ته د عصري مطالباتو چل رازده کوونکي هم هغوى دي. علم او معارف پښتنو ته ايله بيله په شلمه پيړۍ کې راغلى دى او دا اوسنى شعور مونږ کې ډير وروستو پيدا شوى دى . نو ځکه ننى عقل په پروني شرايطو باندې ورتپل خطا ده.که چرې پښتون ناسيونالېستانو غوښتلې چې ځان افغانستان خوا ته نزدې کړي تو هغوى به هيڅکله د پښتونستان يا پښتونخوا نوم نه وې خوښ کړى بلکه د پاکستان کې د الف تورى افغانيه به يې خوښ کړې و او يا لکه د هند او پاکستان پنجاب په شان به يې د انګريز په نوم اکتفا کړېوه. خو دا يو بل بحث دى..

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • برادر .

    ان اسیر اوغانی دست انگریز بابا خود میگوید " حیف حیف که مردان نامی خراسان همه به خاک خفته اند "

    • یک مهم دیگر .

      ان اینکه انگریز برادر برای خط و کتابت اوغان بسیار کار های کرده است حتا دایر کردن بخش اوغانی بی بی سی ..

      در اینده این مهم یاد تان نرود ..

      بیشک که حلال زاده هستی چونکه قسم خورده بودی که سیر پودینه اوغان به مردم نشان خواهی داد .

      کامیاب باشی ایمیل ادرسم از این طریق بدست تان خواهد رسید با ارسال یک پیام کوچک ادرس تان رابرایم بفرستید .

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس